منګل: «حمزه» پوځي عملیاتو کې به داعش ختم شي

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، د افغانستان ولسمشر ژمنه کړې چې د اسلامي دولت وسله‌واله ډله یا داعش به وځپل شي.

د والي د دفتر خبرپانه وايي چې ښاغلي منګل پرون شنبه د جلال‌اباد په شاهي ماڼۍ کې، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ننګرهار د ځوانانو د استازو یوې غونډې ته دا خبره کړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي منګل ویلي چې ولسمشر ژمنه ورسره وکړه چې په ننګرهار کې د "حمزه" په نوم پوځي عملیاتو کې به د داعش وسله‌وال په "بشپړ ډول ختم" شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي پرون ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار کې د دې عملیاتو پر مهال د داعش تر ۴۰۰ زیات وسله‌وال وژل شوي دي.

عطالله خوګیاڼی وايي:

"اوس‌مهال د داعش د ځپلو لپاره عملیات روان دي، لومړۍ برخه‌یې په تور ولسوالۍ کې ترسره شوه، دوهمه برخه‌یې اچین ته رسېدلې ده، دا عملیات، پیاده زموږ ملي اردو او ځانګړي ځواکونه ترسره کوي او بهرنۍ قوا یې هوايي ملاتړ کوي."

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې پر اچین ولسوالۍ د امریکا د پوځ وروستۍ بمي حمله هم د دې عملیاتو یوه برخه وه.

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ماښام اووه بجې تر ټولو ستر، غیر اټمي بم په اچین کې د داعش د وسله‌والو پر سمڅو استعمال کړ.