انډیپینډینټ: د اچین حملې یوه بله مسئله هم روښانه کړه

یو شمېر لوېدیځو ورځپانو بیا هم د ننګرهار په اچین کې د داعش د وسله والې ډلې پر سمڅو د امریکا د پوځ د تر ټولو درانه بم د غورځولو پر موضوع لیکنې خپرې کړي او ویلي یې دي چې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د انډیپینډینټ ورځپاڼه لیکي امریکا په اچین ولسوالۍ کې د دې درانه بم د غورځولو دفاع کوي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي د دې لوی بم د کارولو پرېکړه یې د تکتیکي ملاحظاتو پر بنسټ کړې ده.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن له خولې ویلي د عملیاتو د تقویې او دوام لپاره دا اقدام ضرور و.

ورځپاڼه د څېړونکو په وینا لیکي، په افغانستان کې ددې درانه بم کارولو یو بله مسئله هم روښانه کړه او هغه داده چې ولسمشر ټرمپ خپلو پوځي قوماندانانو ته زیات صلاحیت ورکړی او جنرال نېکلسن ددې بم په کارولو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړې اجازې ته اړتیا نه لرله.

انډیپینډینټ ورځپانه د ولسمشر رونالډ ریګن د ملي امنیت د سلاکار له خولې لیکلي چې ولسمشر بارک اوباما د خپلو پوځي قوماندانانو واکونه ډېر محدود کړي وو.

ورځپاڼه د اوباما په دوره کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال پي جي کرولي له خولې وايي په افغانستان کې د کارول شوي دې بم د جوړېدو هدف دا دی چې یو ډول شدید ټکان رامنځ ته کړي څو تر مځکې لاندې تونلونه او سمڅې ویجاړې کړي.

په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي، دا برید خپل هدف ته رسېدلی او په سیمه کې یې د داعش ټولې سمڅې له منځه وړي.

ګارډین:

د ګارډین ورځپانې هم د ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي له خولې ویلي، د پاکستان سره کرښې ته نېږدې پرتې دا سمڅې چې امریکايي ځواکونو پرې بم غورځولی د داعش ډلې مرکز ګڼل کېده.

ورځپاڼه وايي، که څه هم داعش په دې حمله کې دوی ته د درنو تلفاتو اوښتل رد کړي خو د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې د داعش د سیمه ایزو مشرانو نومونه یاد کړي چې په دې برید کې وژل شوي دي.

د تاجکستان چارواکو ازادي راډیو ته په دې برید کې لږ تر لږه د ۱۲ تاجک وسله والو وژل کېدل تائید کړي.

ټولو لوېدیځو خپرونو چې د اچین د ولسوالۍ ددې بمي برید په اړه یې لیکنې خپرې کړې د سیمه ییزو خلکو او چارواکو له خولې ویلي چې په دې برید کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.