خوګیاڼی: امنیتي ځواکونو د ننګرهار اچین عملیاتو کې پرمختګ کړی

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونو د یاد ولایت اچین ولسوالۍ په پوځي عملیاتو کې پرمختګ کړی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، هغه سیمې چې بمبار شوي دي اوس هلته امنيتي ځواکونه فعاله دي او د داعش وسله والو پرضد عمليات روان دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، په تېرو وختونو کې په ځلونو د داعش پرضد عملیات پيل شوي وو خو مامند درې تنګي په ساحه کې د همدې بمبار شویو سمڅو له امله عملیات نه بريالي کېدل.

دی وايي، د پنجشبې ماښام د هوايي برید وروسته اوس امنيتي ځواکونو یاده سیمه نيولې او نور هم د مخته تګ په حال کې دي.

عطاالله خوګیاڼی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ عملیات اوس په اچین ولسوالۍ کې دوام لري هغه سیمه باندې چې هوايي برید شوی دی هغه سیمه اوس د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده او زموږ ځواکونه د مخته تګ په حال کې دي."

نوموړی وايي، دغه روان عملیات د پخوانیو عملياتو سره په توپير کې دي او په خبره کومې سیمې چې له داعش وسله والو پاکې شي هلته به امنيتي بیزونه جوړېږي:

"عمليات به تر هغه دوام کوي چې ټولې سیمې د داعش وسله والو نه پاکې شي او کله چې سیمې له وسله والو پاکې شوې هلته به امنيتي بیزونه جوړيږي چې دا به لومړی ځل وي چې د عملیاتو نه وروسته امنيتي بیزونه جوړېږي او پوستې فعاله کېږي."

بلخوا د شینوارو ولسوالیو اوسېدونکي هم د دې روانو عملياتو نه خوښ دي او په خبره يي دوی هر ډول قرباني ته تیار دي خو امنيتي ځواکونه دې یادې سیمې په بشپړه توګه د داعش وسله والو له حضور څخه دې پاکې کړي:

"زموږ د شینوارو ولسونه د دې روانو عملیاتو نه سل په سلو کې خوښ دي او دې ته دې دوام ورکړي دا هوايي بریدونه ډېر کامیابه دي تر هغې دې دا عملیات روان وساتي چې داعش وسله وال په بشپړ ډول له دې سمې ورک شي.

"زموږ غوښتنه داده چې دې روانو عملیاتو ته نور هم دوام ورکړي ځينې خلک په ټولنیزو رسنیو کې وايي چې ولې بمباري وشوه د داعش اصلي ظلم پر موږ شوی موږ ته ددې درد رسېدلی خلک له ځانه نظرونه ورکوي موږ د شینوارو ولسونه وايو که خو د بمونو مور استعمال شوې که پلار يې هم استعمال شي موږ يې ملاتړ کوو."

له تېرو شلو ورځو راهیسې د ننګرهار په هغو سیمو کې داعش وسله وال فعاله دي د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا ګډ هوايي او ځمکني عملیات پيل شوي او د چارواکو په خبره په دې عملياتو کې هغه مهمې سیمې چې پخوا به داعش سره وې اوس امنيتي ځواکونو نیولي دي.

راپور: شاه محمود شینواری