دفاع وزارت وايي د اچین بمي حمله کې ۹۴ داعشیان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې داعش ډلې ته د اوښتو تلفاتو په اړه نوې شمیرې اعلان کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر پناه- ځايونو د تر ټولو لوى غير اټمي بم له کارونې وروسته ۹۴ داعشیان وژل شوي دي.

تردې وړاندې دغه وزارت ویلي وه چې په دې حملې کې ۳۶ داعش جنګیالي وژل شوې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شوو کې د ابوبکر، حمزه، شاهد عمر او د حافظ سعید ورور ولکان اسامه په ګډون د داعش جکپوري قوماندانان شامل دي.

دفاع وزارت وايي په دې حملې کې څلور تونلونه هم له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې دغه حمله افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شوې ده.