خوګیاڼی: د اچین بمي حمله کې ۹۲ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په اچین ولسوالۍ کې داعش ډ‌لې ته د اوښتو تلفاتو نوي ارقام اعلان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل، د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر پناه- ځايونو د تر ټولو لوى غير اټمي بم له کارونې وروسته ۹۲ داعشیان وژل شوي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په دغه حمله کې د داعش ۳۶ جنګیالي وژل شوي دي.