مسکو غونډه: د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو په پرونۍ غونډه کې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د ترورستي هلو ځلو زیاتېدو ته اندېښنه څرګنده کړه.

جرمني اژانس «دي پي اې» د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼې ته په اشاره وایي چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري او باید سیاسي حل لاره ولټول شي.

امریکا ته په دې غونډه کې بلنه ورکړل شوې وه، خو برخه یې وانخیسته.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په وینا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه مسؤل تېره میاشت ویلي و چې روسیې د بلنلیک تر استولو مخکې له واشنګتن سره سلامشوره نه وه کړې.

د مسکو په غونډه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د استازیو ترڅنګ د چین، هند او ایران استازیو برخه اخیستې وه، د افغانستان استازیتوب د بهرنیو چارو په وزارت کې د ستراتیژۍ او پالیسۍ د برخې رئیس اشرف حیدري وکړ.