پاکستان کې د هغه محصل مړی ښخ شو چې د کفر ویلو په تور ووژل شو

د پوهنتون هغه محصل مړی نن ښخ شو چې پرون مردان کې د کفر ویلو په تور پارېدلو کسانو وواژه.

په مردان کې د عبدالولي خان په پوهنتون کې د محصلینو یوې ډلې د مشال خان په نوم دا محصل په ټولنیزو رسنیو کې د کفري موادو د خپرولو په تور د پوهنتون په انګړ کې په وهلو ډبولو وواژه.

په خپرو شویو ویډیويي تصویرونو کې ښکاري چې ۲۳ کلن مشال خان پر ځمکه پروت دی او یوه ډله کسان پرې د لرګیو او ماتو ګوډو ګوزارونه کوي.

د مشال خان مړی نن صوابۍ کې چې پلرنی سیمه یې ده ښخ شو.

د وژل شوی هلک پلار محمد اقبال ازادي راډیو ویلي:

"دې خلکو قانون په خپل لاس کې اخیستی او زما زوی یې وژلی، حکومت باید په دې اړه چې زما زوی ولې ووژل شو څېړنې وکړي."

د نوموړي پلار زیاته کړه چې زوی یې اسلام او مقدساتو ته درناوی درلود او دا چې د ژورنالېزم زده‎کونکی و نو یوازې د پاکستان پر دولتي سیستم یې انتقاد درلود. ځکه هغه یوه عادلانه ټولنه غوښته.

پاکستاني پولیس وايي، د دې برید په تړاو یې لږ تر لږ لس کسان نیولي دي.