کابل کې د نننۍ انتحاري مسؤلیت داعش په غاړه واخیست

په کابل ښار کې وروستۍ انتحاري حملې شپږ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

دا حمله د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته کابل ښار کې د دویمې امنیتي حوزې مخې ته د دفاع وزارت تر څنګ شوې ده.

د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ ازادي راډيو ته وویل دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یوه پلي انتحاري د مامورینو د رخصتۍ په وخت کې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړه.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا دا ارقام بل شان بیانوي.

د یاد وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې د دولت نظامي او امنیتي کسان نشته خو د لومړنیو معلوماتو له مخې پنځه کسان وژل شوي او دری نور ټپیان دي.

نجیب دانش.

نوموړي وویل:

"د وژل شویو په منځ کې د ځانګړو ځواکونو هېڅ غړی نشته، دا ټول ملکي وګړي دي خو دا به وروسته په ډاګه شي چې څومره پکې ولسي وګړي او څومره پکې دولتي ملکي کارکونکي دي."

ښاغلی دانش په وژل شویو او ټپیانو کې د دولت د ملکي کارکونکو موجودیت نه ردوي خو وايي چې له څېړنو وروسته به په دې اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.

د دې پېښې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.

له دې نېږدې یوه میاشت وړاندې د کابل په سردار محمد داود خان روغتون د داعش په یوه ډله ایز برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه.

  • پخواني معلومات:

د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په یاده انتحاري حمله کې پنځته تنه وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په دغه انتحاري حمله کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې انتحاري کس د دوهمې امنتي حوزې مخته ځان پورې تړلو موادو چاودنه ورکړې ده.

د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

  • پخواني معلومات:

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن چهارشنبې د کابل ښار دوهمې امنیتي حوزې ته مخامخ چاوده شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تر دامهاله ددې چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

دغه چاودنه ماځیګر څلور بجې د جمهوري ریاست د چارو ادارې دفاع او مالیې وزارت سره نېږدې رامنځته شوې ده.

خو په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې دغه چاودنه د دوهمې امنتي حوزې دننه رامنځته شوې ده.

تر دا مهاله ددغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

  • پخواني معلومات:

څو شېبې وړاندې کابل ښار کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د کابل امنیه قومنداني وايي چې دغه چاودنه دفاع وزارت ته نېږدې رامنځته شوې.

تر دامهاله ددغه چاودنې هدف او څرنګوالی نه دی معلوم.

په دې اړه نور جزئیات وروسته...