مشرانو جرګه: کابل ښار کې جنايي پېښې زیاتې شوي

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، په دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د انسان تښتونې، وسله والو غلاو او د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوي دي.

د دې جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار چې نن يې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې د جرګې له دفاعي کمېسیون وغوښتل چې د کابل امنیتي مسؤلین راتلونکې غونډې ته راواغوړي:

"له دفاعي کمېسیون نه هیله لرم چې د کابل امنیه قوماندان سره له مسؤلینو راوغواړي او د سناتورانو تشویشونه رفع کړي چې د ملت او د کابل د ښاریانو تشویشونه دي."

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو له دولت غوښتنه وکړه چې په کابل ښار کې د عدلي او قضايي ارګانونو د کارکونکو ژوند خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن سهار د کابل ښار په پنځمه ناحیه د ملي اردو یو منصبدار د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو، د دې ترڅنګ تېره ورځ زنبق څلور لاري ته څېرمه د یوې دولتي سرچینې د معلوماتو پر اساس د ملي امنیت د لسم ریاست یو کارکونکی او د دغه ښار په په قمبر څلور لارې کې د ادارې فساد پر ضد د ځانګړې مرکز دوه تنه کارکونکې هم د وسله والو په یو برید کې وژل شوي وو.