«G7» غونډه کې د ولسمشر بشارالاسد په منزوي کولو خبرې وشوې

د نړۍ اووه صنعتي هېوادونو «G7» او منځني ختیځ کې د بشارالاسد د رژیم مخالفو هېوادونو تازه هڅې چټکې کړي چې بشار الاسد منزوي کړي او هم د هغه د بهرني ملاتړ روسیې لاس لنډ کړي.

د «G7» هېوادونو امریکا متحده ایالتونو، جاپان، جرمني، بریټانیا، ایټالیا، فرانسه او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو د ترکیې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اردن او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د سې شنبې په ورځ خبرې کړي دي.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو مخکې له دې چې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن مسکو ته سفر وکړي د ایټالیې په لوکا ښار کې سره بحث کړی.

نړیوالو وروسته له هغه د سوریې په رژیم او په ملاتړیو یې فشارونه زیات کړل چې تېره اوونۍ د سوریې رژیم ادلیب ښار کې د خان شیخون سیمه کې په عامو خلکو د کیمیاوي وسلو په کارونې تورن شو.

په دې حمله کې څه باندې ۸۰ تنه ووژل شول.

خو سوریې او روسیې ویلي چې زهرجن ګاز د مخالفینو تر کنټرول لاندې یو انبار تر ویشتلو وروسته خواره شوي دي؛ هغه څه چې امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو ته د منلو وړ نه‎دي.

امریکا متحده ایالتونو تر دې حملې وروسته د سوریې له رژیمه د روسیې په ننګې سربېره د سوریې د پوځ یوه هوايي اډه په لسګونو کروز میزائیلو وویشتله.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د دوشنبې په ورځ ناوخته بیا هم ګواښ وکړ که د سوریې رژیم له کیمیاوي وسلو او بیرلي بمونو استفاده بنده نه‎کړي پرضد به یې نور پوځي ګامونه هم پورته کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر

شان سپایسر د دوشنبې په ورځ وویل:

"د هغو کسانو لیدل چې ګاز نیولي وو او په بیرلي بمونو ټوټه شوي وو، دا یقینې کوي چې که موږ داسې عمل بیا وګورو د دې زیات امکان شته چې موږ راتلونکي کې بل ګام هم واخلو."

د سوريې حکومت ته د سپینې ماڼۍ خبرداری

اخوا د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس هم د دوشنبې په ورځ وویل چې د سوریې په یوه هوايي اډه د امریکا د کروز میزائیلو په حمله کې د سوریې د پوځ ۲۰ سلنه عملیاتي الوتکې ټوټه شوي یا له منځه تللي دي.

د اووه صنعتي هېوادونو دوو غړیو بريتانیا او کاناډا هم ویلي په روسیې به بندیزونه زیات شي که د بشار الاسد د رژیم له ملاتړه لاس په سر نه‎شي.

خو د سوریې د رژیم د منزوي کولو تر څنګ د اوو صنعتي هېوادونو ځینو غړیو د سولې او سیاسي روغې جوړې په مسئلې ټینګار کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګبریل وویل، د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره باید روسیه او ایران د سولې په پروسه کې شامل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګبریل

نوموړی وايي:

"دا یې ښه موقع ده چې په دې وغږېږو چې نړیواله ټولنه څنګه له روسیې، ایران، سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتونو سره په ګډه د سوریې د سولې لپاره پرمختګ کولای شي او د کړکېچ د لا زیات جنګي کېدو مخه نیسي."

جرمني په داسې حال کې د کړکېچ په سیاسي حل ټینګار لري چې بریټانیا هم مسکو ته د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر سفر هیله بخښونکی بللی دی.

اخوا د بریټانیا د صدراعظمې ټرزا مې دفتر ویلي چې اغلې مې او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبه ټیلیفوني خبرې کړي او د داسې حل لارو هیله یې ښودلې چې بلآخره په سوریه کې سیاسي ثبات ټینګ کړي.

د مې ویاندې ویلي د هیلو یوه کړکۍ پرانیستې ده چې روسیه وهڅول شي چې له اسد سره یې اتحاد نور په سټراټیژیکو ګټو کې نه شاملیږي.

مې او ټرمپ به روسیه له سوریې سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي

د سوریې کورنۍ جګړه کې چې شپږکاله پرې تیریږي شاوخوا درې لکه کسان وژل شوي او په میلیونونو نورو خپل کورونه پرېښې یا په کور دننه یا هم بهرنیو هېوادونو کې په سختۍ ژوند تېروي.

صفي الله ستانکزی