سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

که څه هم روسیه په وار-وار له افغاني طالبانو سره پوځي او مالي مرستې رد کړي خو د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت یو شمېر هغو سیمو کې چې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي روسي جنرالان لیدل شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې دغه روسي جنرالان اوس عملاً د ارزګان ولایت ګېزاب ولسوالۍ د سوراب نومې سیمه کې وسله‎والو طالبانو ته په پوځي لارښوونو بوخت دي او په خبره‌يې چې د مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې هم څه موده مخکې لیدل شوي وو.

نوموړی وايي چې د دغو روسي جنرالانو شمېر شااوخوا ۱۱ تنه دی چې دوه‌يې مېرمنې دي.

د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري

ښاغلي سنګري زیاته کړه:

"موږ ته استخباراتي معلومات رسېدلي چې روسان د ډاکترانو او انجنیرانو په پلمه ارزګان ته راغلي، دوی وسله‎والو طالبانو ته وسلې هم ورکړي چې موږ په جنګ کې ترې لاسته راوړي دي."

که څه هم د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه نور کره اسناد وړاندې نه‌کړل او یوازې یې طالبانو ته د روسي وسلو د ورکولو ادعا وکړه، د ازادي راډیو خبریال زیاتوي چې دغه وسلې هم هغوی ته نه‌دي ښودل شوي.

ښاغلي سنګري دا هم وویل چې د ترورېستي ډلو د ځپلو لپاره کافي ځواکونه ورسره موجود دي او په وینا يې چې هېڅ‌کله د هېواد دښمنانو ته به اجازه ورنه‎کړي چې بې‌ګناه افغانان وځوروي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د روسیې سفارت اعلامیه خپره کړې وه چې یو شمېر افغاني رسنۍ او د ملي شورا غړي پر روسیې بې‌بنسټه تورونه لګوي.

هغه ادعا چې ولسي جرګې رد کړه او د اړتیا په صورت کې یې په دې اړه د اسنادو خپرولو خبره هم یاده کړه.

له دې سره په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی هم ورته څرګندونې لري.

نوموړی ادعا کوي، د ارزګان ولایت زیات شمېر سیمې د وسله‎والو طالبانو ولکې لاندې دي چې بهرني استخبارات په اسانۍ سره کولای شي ورته راشي خو د مرکزي حکومت څخه په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"ارزګان ته مخکې هم پاکستاني جنرالان او د ملا محمد عمر زوی ملایعقوب راغلی و، دا زه سل په سله کې تائیدوم چې ارزګان ولایت ته روسان هم راغلي دي."

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د روسانو د شتون په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

خو دې وروستیو کې بیا په یو شمېر سیمه‌ييزو او نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې روسي او پاکستاني ډيپلوماتان اوس په ګډه د پاکستان په میرانشا او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو د روزنې لپاره نوي مرکزونه جوړوي.

راپور: شریف‌الله شرافت