پسرلی: ایران دا مهال د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی

د افغانستان د سوداګرۍ نړیواله خونه وايي، ایران دا مهال د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی.

د ایران له دولتي خبري اژانس سره په خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ویلي، وروسته له هغې چې له پاکستان سره امنیتي او سیاسي کړکېچ زیات شو د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریزې اړیکې په بې‌سابقه ډول پراخې شوي.

د نوموړي په وینا کابل او تهران دا مهال په خپلو کې ۱،۸ میلیارده ډالر سوداګري لري.

د ښاغلي پسرلي په خبره له پاکستان سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو سطحه پنځوس په سلو کې ټیټه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ نړیواله خونه وايي، دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ یو میلیارد ډالر تجارت کېږي حال دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستي کړکېچ دمخه دا سوداګري دوه میلیارده ډالره وه.