غني: کابل چمتو دی چې عشق‌اباد سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي

افغان ولسمشر وايي، د ټاپي د ګازو د انتقال او د اتامرات-اقینه د رېل د خط په شان سترې پروژې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د نېږدې او ټینګو اړیکو بېلګې دي.

محمد اشرف غني دا خبرې په یوه لیک کې چې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیل د ۲۵ کلیزې په مناسبت‌يې استولی، خپل سیال قربان قلي بېردي محمدوف ته لیکلي دي.

د ترکمنستان رسنیو ویلي ولسمشر غني خپل سیال محمدوف ته ویلي هېواد يې چمتو دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د لاټینګښت او د مشترکو ګټو د خوندیتوب لپاره له یو بل سره پراخه همکاري وکړي.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژه یا ټاپي د ۲۰۱۵ میلادي کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه افتتاح شوه.

د ټاپي د نل‎لیکې د ګاز د انتقال ظرفیت په کلني ډول د ۳۳ میلیونه کیوبیک متره ګاز دی.