د بخښنې سازمان: ټوله نړۍ کې د اعدام د حکمونو شمېر کم شوی

د عفوې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان او ایران کې د اعدامونو د شمېر له کمېدو سره په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې د محکمو له‌خوا د اعدام د حکمونو په شمېر کې کموالی راغلی.

خو د عفوې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنېشنل په خپل راپور کې چې نن خپور شو، ویلي دي چې ۲۰۱۶ کال کې د اعدامونو شمېر د تېرې لسیزې د اوسط په پرتله بیا هم خورا زیات و.

په پاکستان او ایران کې تر ټولو زیات اعدامونه کېږي خو ځیني نور هېوادونه لکه چین، سعودي عربستان او عراق هم زیات کسان اعداموي.

د امنېسټي انټرنېشنل د اعدامونو د څېړنو د څانګې سلاکارې چایارا سنګیورجیو «Chiara Sangiorgio» ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو هېوادونو کې د اعدامونو د قضیو د پټولو ویروونکې هڅې روانې دي.

د عفوې نړیوال سازمان وايي چې د دوی په شمېرو کې هغه زرګونه کسان نه‌دي شامل چې ویل کېږي په چین کې اعدامېږي ځکه چې په دې هېواد کې د اعدام د قضیو په باب معلومات نه‌خپرېږي.