د غور چارواکي: د کوکنارو کښت کوونکي باید مجازات شي

د غور چارواکي وايي، د کوکنارو د کښت په خاطر باید کروندګر مجازات شي.

د دغه ولایت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې رئیس محمد یوسف وکیل نن ازادي راډيو ته وویل چې د مخدره موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوي نتیجه نه‌ده ورکړې.

په ورته وخت کې د غور د مدني ټولنو یو شمېر فعالین په یاد ولایت کې د کوکنارو د کښت له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت تر دې وړاندې ویلي چې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله لس سلنه زیات شوی دی.