ولسمشر غني سيمه کې د امن لپاره پر سيمه‌ييزې همکارۍ ټينګار وکړ

د افغانستان ولسمشر په سيمه کې د امن او ثبات د ټينګښت لپاره پر سيمه‌ييزې همکارۍ ټينګار وکړ.

محمد اشرف غني نن مازيګر په ارګ کې د يوه کنفرانس پر مهال دا خبره وکړه.

هغه وويل يو باثبات افغانستان د ټولو په ګټه دى.

ولسمشر وويل، هغه څوک چې فکر کوي د خپل دښمن د دښمن په غښتلي کولو سره خپل هدف ته رسېږي خطا وتلي دي.