روغتیا وزارت: ۸۰ سلنه افغانان روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري

په داسې حال کې چې خلکو تل د اساسي روغتیايي خدماتو له کمښته شکايت کړی، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی نوې موندنې ښیي چې په افغانستان کې اساسي روغتیايي خدمات زیات شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو د وړاندې کولو معین ډاکتر فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ د روغتیا نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت له یوې غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه لوړه کړي.

نوموړی وايي:

"نېږدې ۸۰ په سلو کې د افغانستان خلک دا مهال اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري، په همدې تړاو نېږدې ۳۵۰ نور روغتیايي مرکزونه به هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې نوي جوړ شي او دا خپله اساسي روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه لوړوي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا مهال د هېواد بېلابېلو برخو کې دوه زره روغتيايي مرکزونه فعالیت کوي او د ښځینه قابلو شمېر هم زیات شوی دی.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو راپورونو له مخې لاهم د کمو روغتیایي خدماتو له امله هر کال څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالر له افغانستانه د درملنې لپاره ایستل کېږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون یو شمېر غړي اساسي روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې د عامې روغتیا وزارت نوې شمېرې ناسمې ګڼي.

د دغه کمېسیون یوه غړي مجیب‌الرحمن څمکني ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال سلګونه افغانان په زیاتو لګښتونو سره بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، هند او ترکیې ته د درملنې لپاره ځي.

نوموړی وايي:

"کومې څرګندونې چې نن د عامې روغتیا وزارت کړي چې ۸۰ فیصده خلکو ته روغتیايي اساسي خدمات عرضه کېږي زه له دې سره په هېڅ صورت موافق نه‎یم، ځکه دا مهال موږ ګورو چې سلګونه کسان هند او پاکستان ته ځي دلته موږ ډېر کم امکانات لرو."

د ولسي جرګې غړي د دغو ستونزو تر څنګ د هېواد بازارونو کې د بې‌کیفیته درملو شتون بله ستونزه یادوي چې لا هم د عامې روغتیا وزارت نه‎دی توانېدلی ورته یوه اساسي حل لاره پيدا کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم یو شمېر ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې د شته ستونزو د هوارولو لپاره جدي اقدامات وشي.

راپور : ناجیه ساپۍ