د بریتانیا دفاع وزیر: روسيه سوریه کې د هر ملکي د وژنې مسؤله ده

د بريتانيا دفاع وزير وايي، روسيه، سوریه کې د تېرې اوونۍ د "وحشيانه" کيمياوي حملې په نتيجه کې د هر ملکي د وژنې مسؤله ده.

دغه حمله د سوريې پر يوه ښارګوټي شوې وه چې له کبله‌يې لسګونه نارينه، ښځې او ماشومان وژل شوي وو.

د بريتانيا دفاع وزير مايکل فېلون دا خبره په هغې ليکنه کړې چې په سنډې ټايمز ورځپاڼه کې خپره شوې ده ويلي، کرملېن د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم د اصلي ملاتړي په توګه مسؤل ګڼل کېږي.

تر دې مخکې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بورېس جانسون پرون وويل چې سوريه کې د روان وضعيت له کبله‌يې مسکو ته خپل سفر چې په پام کې و سبا دوشنبه وشي، لغو کړ.

د سې شنبې په ورځ په خان شيخون ښارګوټي کې له کيمياوي وسلو په استفاده دغه مشکوکه حمله د دې سبب شوه چې د امريکا متحده ايالات پر سوريه د ميزايلو حملې وکړي.