امریکا د سوریې پر یوې هوايي اډې راکټي حملې کړي

د امریکا متحده ایالاتو د سوريې یوه پوځي اډه په لسګونو لېرې واټن ویشتونکو توغندیو وویشتل.

امریکايي رسنۍ وايي، شااوخوا ۶۰ توموهوک توغندي د مدیترانې په سمندر کې د امریکا له جنګي بېړیو پر سوريې ویشتل شوي دي.

د سوريې پر حکومتي هدف د امریکا د توغندیو دا برید د هغې ادعا په عکس العمل کې شوی چې وايي، د سوريې حکومتي ځواکونو تېره دوشنبه په ادلیب ولایت کې کیمیاوي وسله کارولې ده.

په دې کیمیاوي حمله کې شااوخوا اتیا کسان چې ګڼ شمېر ماشومان هم په کې شامل ووژل شول.

پر سوريې د امریکا د دې راکتي برید لږ وړاندې روسي ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی و چې د امریکا دا اقدام به مشکوک او غمیز عمل وي.

روسيې ویلي امریکا باید د دې اقدام د ټولو منفي عواقبو مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د سوریې په شپږ کلنه جګړه کې دا لومړی

ځل دی چې امریکا د ولسمشر ټرمپ په امر د سوریې پر یوې هوايي اډې راکټي حملې کوي.