رحیمي: راتلونکي انتخابات به په روان کال کې ترسره شي

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، که راتلونکو انتخاباتو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخېستل شي نو د انتخاباتو د شفافیت په اړه به اندیښنې راکمې شي.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب رحیمي نن کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال هیله وښوده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به په روان کال کې ترسره شي.

نوموړي وویل خو د انتخاباتو د جوړېدو دقیقه نېټه د قانون له مخې د انتخاباتو کمیسون اعلانوي.

"نوی وړاندیز چې په دې برخه کې مطرح شوی په ټاکنو کې له نوی ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه ده که د دغه ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه د باور وړ وګرځي نو ډېرو اندېښنو ته به ځواب ووايي."

دا په داسې حال کې ده چې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې کمېټې چې درې غړي لري دوه ورځې وړاندې په خپل کار پیل وکړ.