د ترکيې عدليې وزیر: خان شیخون کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل شوی

د ترکيې د عدليې وزیر بکیر بوزداغ نن وویل چې د عدلي طب په ځانګړو معاینو کې څرګنده شوه چې د سوریې پر خان شیخون سیمه حمله کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل شوی دی.

بوزداغ وویل چې په خان شیخون کې د حملې د درې قربانیانو د جسدونو تر ځانګړې طبي څېړنې وروسته څرګنده شوه چې د بشارالاسد رژیم کیمیاوي وسلې کارولي دي.

هغه زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم د دې جسدونو په څېړنه کې چې په ترکیه کې وشوه، برخه درلوده خو ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي وايي، لږ تر لږه ۸۶ تنه د اپرېل په څلورمه د سوریې د ادلیب ښار په خان شیخون سیمه کې ووژل شول.

په پېښه کې ۳۲ زخمیان د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوي وو چې درېيو یې ترکیې ته تر رسېدو وروسته ساه ورکړه.

دمشق او روسیې ویلي چې د سوریې جنګي الوتکو په خان شیخون کې پر یوې فابریکه چې کیمیاوي وسلې په‌کې ذخیره شوې وې، حمله کړې وه خو امریکا یې دا ادعا رد کړې ده.