د کابل مظاهره چیان: ډیورنډ کرښه مردوده او هېڅ افغان ته د منلو نده

د افغانستان د مقدسې خاورې د دفاع ملي کاروان تر نامه لاندې د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه افغانان سره راغونډ شوي او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکړل.

مظاهره‎کوونکو د ډیورنډ کرښه مردوده وبلله او ویې ویل چې دغه کرښه هېڅ افغان ته د منلو نه‎ده.

دوی د دغې کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي خوځښتونه وغندل او د دغه هېواد استخباراتي کړۍ او پوځیان یې د افغانانو قاتلان او د ترورېزم صادرونکی یاد کړل.

د مظاهرې دوه تنه ګډون‎وال نذیرګل او ایام الدین وطن دوست وايي:

"د پاکستان کړنې موږ ته د منلو نه‎دي، موږ او ټوله نړۍ په دې پوهېږو چې پاکستان کې د تروریستانو پټن‎ځایونه دي او افغانستان ته یې مصیبتونه جوړ کړي، د ډیورنډ په اړه کومې خبرې چې کېږي باید بس یې کړي.

- موږ نه غواړو چې د مسلمانانو ترمنځ جنګ وشي، خو که نړیواله ټولنه له پاکستان سره زموږ ستونزه حل نه‎کړي او د دغه هېواد د تېري مخه ونه نیسي افغانان به غبرګون وښيي."

مظاهره کوونکو ویل چې د خپل سره په بیه به د خپلې خاورې دفاع کوي او هېڅ کوم هېواد په ځانګړي توګه پاکستان ته به اجازه ورنه‎کړي چې نور په افغانستان کې مداخله وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې افغان دولت د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرغړونو په وړاندې غلی نه‎‌دی او په دې اړه یې پر ډپلوماټیکو خبرو ټینګار کړی.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي، افغان دولت او ځواکونه به له دې وروسته هرهغه اقدام وکړي چې ملت ‌یې غوښتنه کوي.

له دې مخکې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي یو اړخېزه اقدامات او په وړاندې یې د افغان حکومت چوپتیا د ملي شورا د غړو انتقادونه هم راپارولي وو.

خو وروسته بیا افغان حکومت د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړ او ترې ويې غوښتل چې د پاکستان پرضد اقدام وکړي.

مظاهره کوونکو د یوه پریکړه‎لیک په صادرولو سره همدا راز پر روسیې او ایران هم غږ وکړ چې افغانستان کې دې له پوځي او استخباراتي مداخلو څخه ډډه وکړي:

"موږ د افغانستان په هکله د روسیې، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو وروستي ګډ ائتلاف ته دا په ډاګه وایو چې د افغانستان په ملي مسایلو کې له لاسوهنو او پوځي او استخباراتي مداخلو جدي ډډه وکړي که نه د افغان ملت له جدي غبرګون سره به مخ شي."

په دغه پریکړه‎لیک کې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتل شوي چې پر افغان خاورې د پاکستان د ښکاره تیري مخه ونیسي او د دغه هېواد پوځي او استخباراتي کړۍ دې د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي کړي.

راپور: عبادالله حنان زی