ټېلرسن: روسيه دې د الاسد رژیم سره پر خپلو اړیکو بیا غور وکړي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون پر روسيي غږ وکړ چې په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

ټېلرسن د سوریې د ادلب ښار په خان شېخون سیمه کې د کیمیاوي وسلو حملې ته چې امریکا يې پړه د اسد پر رژیم وراچوي، اشاره وکړه او ویې‌ویل:

"زموږ په فکر کې په دې اړه هېڅ شک نشته چې د سوریې رژیم، د بشار الاسد تر مشرۍ لاندې، د دې وحشتناکې حملې مسؤل دی. موږ فکر کوو چې د دې وخت را رسېدلی چې روسیه په خورا احتیاط، د اسد له رژیمه پر دوامدار ملاتړ له سره غور وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې رکس ټېلرسن به د اپرېل په ۱۲مه روسیې ته ولاړ شي.

ټېلرسن به د ډونالډ ټرمپ ادارې تر ټولو لوړ رتبه ډیپلومات وي چې روسیې ته ځي.