افغان ولسمشر اشرف غني سنګاپوري چارواکو سره ګوري

تمه ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سنګاپور له چارواکو سره وګوري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د سنګارپور یو ورځنی سفر له دوه پلوه مهم وباله:

"سنګاپور د دې لپاره موږ ته مهم دی چې هغه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ډېره ښه تجربه لري، همداراز هلته په تخنیک او تخنیکي زده‎کړو کې ډېر ښه فرصتونه د افغانانو لپاره برابرېدلای شي."

اشرف غني پرون اندونیزیا کې و.

هلته د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په افغانستان کې د سولې لپاره د ولسمشر غني د هڅو ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې په لنډ راتلونکي کې به یو پلاوی افغانستان ته واستوي څو د سولې په برخه کې له افغان چارواکو سره اندونیزیا خپلې تجربې شریکې کړي.

اندونیزیا ژمنه وکړه چې د افغان ښځو د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ به افغان ځوانانو ته د ډیپلوماسۍ برخو کې د زده‎کړو په هدف تحصیلي بورسونه ورکړي او په افغانستان کې به د اسلامي زده‎کړو یو مرکز پرانیزي.