د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو د برېښنايي بهیر پیل د مطالعې لپاره د نوې جوړې شوې کمېټې له څېړنو وروسته د انتخاباتو نېټه وټاکل شي.
د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغې کمېټې کارونه به تر راتلونکو څو ورځو پورې پای ته ورسېږي.
د قانون له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات بايد د ١٣٩۴ کال پسرلي کې شوي وى، خو دغه انتخابات وځنډېدل او ولسمشر د يوه ځانګړي فرمان له مخې ولسي جرګې ته وویل چې خپل کار ته ادامه ورکړي.