لاهور کې انتحاري حملې ۶ کسان وژلي

د پاکستان په ختیځ ښار لاهور کې نن په یوه انتحاري حمله کې شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت ویاند ملک احمد خان ویلي چې نننۍ حمله د پوځيانو په یوه موټر شوې چې د سرشمېرنې له ټیم سره روان و.

په وژل شویو کې څلور پوځیان او دوه ملکیان شامل دي.

د پنجاب د عدلیې ایالتي وزیر رانا ثناالله ویلي چې دا یوه ترورېستي حمله ده.

د پاکستان د طالبانو تحریک «ټي. ټي. پي» د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې د تېرې فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې یوه بله انتحاري حمله شوې وه چې په‎کې ۱۴ کسان وژل شوي و.