مراد: د هېواد څو برخو کې درانه پوځي عملیات روان دي

د سې شنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو له راپورته کېدو وروسته، د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړی.

مراد علي مراد پرون ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې همدا اوس د هېواد په څو برخو کې د وسله‎والو د ځپلو لپاره درانه پوځي عملیات روان دي.

"هېڅ ډول اندېښنه نه‌شته. موږ ډېر درانه پوځي عملیات روان کړي. کندز، بغلان، فاریاب، هلمند، هرات، فراه، ارزګان او بادغیس کې همدا اوس عملیات روان دي."

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د سې شنبې په ورځ وویل چې د سرپل، جوزجان او فاریاب په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د مخالفو وسله‎والو ګواښونه په زیاتېدو دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي چې د سې شنبې ورځې د غونډې مشري یې کوله، ټاکلو کمېسیونونو ته دنده وسپارله څو د سناتورانو اندېښنې له امنیتي چارواکو سره شریکې کړي.