ننګرهار کې ۵۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د سې شنبې په ورځ د بهسود ولسوالۍ اړوند د سراچې سیمه کې هغه تاریخ تېري درمل او خوراکي توکي وسوځول چې د تېر یوه کال موده کې له درملتونونو او دکانونو څخه راټول کړي وو.

د دې موادو د سوځولو پر مهال په ختیځه سیمه کې د بې کیفیته غذایي موادو او درملو د راټولولو امر ډاکټر محمد اشرف احمدزي وويل، دغه مواد او درمل د جلال اباد ښار په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې هم راټول شوي وو.

نوموړی وايي:

"۵۵ ټنه خوراکي او غيرې خوراکي بې کیفیته او تاریخ تيري درمل او مواد سوځول کېږي چې تېرکال کې راټول شوي او دا یوازې د جلال اباد ښار نه دي بلکې د ټولو ولسوالیو نه موږ راټول کړي چې اوس په عام محضر کې وسوزول شول."

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسیدونکي د روغتيا رياست په دې کار خوښ دي چې تاریخ تيري درمل او خوراکي توکي يې وسوځول خو په وینا يې چارواکي باید په ټوله کې د تاریخ تېرو او ټيټ کیفیت لرونکو موادو د راوړلو مخنیوی وکړي:

"نوم مې خيرالله خان دی د طب پوهنځي محصل یم، زموږ ډاکټران ډېر تکړه ډاکټران دي خو دا کوم درمل چې راځي دا ډیری تاریخ تيري او ټيټ کیفیت لرونکي دي نو ځکه ناروغان نه ښه کېږي موږ عملا په باسول او ځينو سیمو کې شرکتونه ګورو چې دویم نمبر درمل راوړي.

-رضاخان: ديسي درمل دي که د سر خوږو ګولۍ اخلې هم کار نه کوي بس په لسو روپو پاکټ درکوي هېڅ تاثیر نه کوي زه میاشت په ۳۰-۴۰ زره روپو درمل اخلم هیڅ تاثیر يې راباندې نه دی کړی حکومت باید د دې ديسي درملو مخه ونیسي."

د ښاريانو په وینا لا هم د جلال اباد ښار کې تاریخ تيري درمل او خوراکي توکي خرڅيږي.

دوی وايي، که له دکانونو او درملتونو څخه په جدي ډول څارنه وشي او خرڅوونکي مجازات شي نو د درملو اغېز به زیات او د ګڼو ناروغیو مخنیوی به ورسره شوی وي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری