کابل کې د ګوزڼ له‌منځه وړلو بېړنی عملیاتي مرکز پرانیستل شو

په کابل کې پرون د پولیو یا ګوزڼ د له‌منځه وړلو بېړنی عملیاتي مرکز پرانیستل شو.

دا روغتیايي مرکز د امریکايي سوداګر او شتمن بېل ګېټس په څه د پاسه دوه میلیونه ډالره مرسته جوړ شوی دی.

افغان حکومت وايي، د پولیو له‌منځه وړل ورته لومړیتوب لري او پر وړاندې يې ملي کمپاین ته اړتیا ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي که د هېواد ټولو سیمو کې امنیت وي نو پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي به ډېر ژر له افغانستان نه ورکه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د لېست له مخې افغانستان او پاکستان دا مهال د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو په‌کې له‌منځه نه‎ده تللې.