ارمستان کې نن پارلماني انتخابات کېږي

د ارمنستان اوسېدونکي نن په پارلماني انتخاباتو کې خپله رأيه کاروي.

د رأيو په نتيجه کې به دا پرېکړه کېږي چې څوک له پلان سره سم راتلونکى کال د پارلماني سيسټم په مرسته دغه هېواد رهبري کړي.

د ٢٠١۵ میلادي کال د ټولپوښتنې په نتيجه کې په اساسي قانون کې د تصويب شويو تعديلاتو له مخې به د ارمنستان صدارت ته زيات صلاحيتونه ورکړل شي او د جمهور رئيس مقام به چې پارلمان به‌يې تائيدوي، تر ډېره تشريفاتي بڼه ولري.

په کمپاينونو کې نهو ګوندونو او متحدانو يې برخه درلوده، دوى د جنوبي قفقاز په دغه جمهوريت کې چې ٣ میليونه نفوس لري، تر ډېره پر اقتصادي ستونزو تمرکز درلود.

دغه سياسي ډلې هڅه کوي د کمپاينونو په مرسته په پارلمان کې زيات سيټونه خپل کړي.

نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشر سرژ سرکسيان د واکمن ګوند او د ارمنستان د ائتلاف د پخواني غړي روس‌پلوه شتمن کس ګاګيک څارُکيان تر منځ به نېږدې سيالي روانه وي.