د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې په امتیازي تقنیني کال کې د ملي شورا پاتې کېدل شرم دی او باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
د دغې جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د راتلونکو انتخاباتو د څرنګوالي په تړاو د سناتورانو له اندېښنو وروسته وویل افغان حکومت ته په کار ده چې نور امتیازي دورې پای ته ورسوي او واقعي ولسواکي عملي کړي.
فضل الهادي مسلمیار.
نوموړي زیاته کړه:
"انتخابات د ولسواکۍ اصل دی او موږ په دې تشو اعلانونو نور باور نهلرو، باید د انتخاباتو ورځ مشخصه شي او مهالوېشیې اعلان شي تر څو د ملت باور پیدا شي، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې په ټوله کې د دواړو خونو لپاره نور شرم دی چې د اتم تقنیني امتیازي کال انتظار کوو او دا به ډېر شرم وي."
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د کب د میاشتې په ۱۶مه نېټه د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې اووم امتیازي اجلاس پرانیست.
له دې وړاندې دې جرګې تېر کال هم د تقنیني فرمان له مخې کار ته دوام ورکړی و، دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۴ لمریز کال په پسرلي کې باید په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات تر سره شوي وی.
افغان حکومت ویلي چې دا انتخابات له هر اړخیزو اصلاحاتو وروسته تر سره کېږي او د دې لپاره د انتخاباتي کمېشنرانو د بدلولو تر څنګ په ګڼو نورو برخو کې هم باید کار وشي.
سناتوران اندېښنه لري چې د ناامنیو له پراخېدو او د انتخاباتو کمېسیون له بېپروایۍ سره دا انتخابات نور هم ونهځنډېږي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره بنسټیز کارونه روان دي خو دا مهالیې نېټه نهشي اعلانولای.
د یاد کمېسیون مشر نجیبالله احمدزي ازادي راډيو ته وویل حکومت تهیې دوه مهالوېشه سپارلي، خو بودجوي ستونزو دا انتخابات له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
نجیب الله احمدزی.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ خپل دوه مهالوېشه جمهوري ریاست ته سپارلي دي او له مرسته کوونکو سره مو هم شریک کړي دي، موږ غواړو چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات ډېر شفاف او د خلکو لپاره د منلو وړ وي."
له دې وړاندې د انتخاباتو په برخه کې د مدني ټولنو شبکې بیا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو چارو کې ناکام بللی ویلي یې دي، هغه کارونه چې باید تر سره شوي وی نهدي شوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو د برېښنايي کېدو هڅه کېږي او دا ټولې چارې طبعاً وخت ته اړتیا لري.
راپور: یوسف خان ځدراڼ