ننګرهار کې ۱۰ زره بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو مرسته شوې

د ننګرهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، سږ کال‌يې څلور سوه دیارلس مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او یو زرو دولس مټریکه ټنه کيمياوي سره د دې ولایت بزګرانو ته توزېع شوې.

د کرنې رئيس انجنير رفیع‌الله وايي، که څه هم د ننګرهار ټولو بزګرانو ته دوی رسیدګي نه‌ده کړې او په ډېرو سیمو کې بزګران د مرستې بې‌برخې پاتې دي خو د نوموړي په خبره په ټوله کې شااوخوا لس زره بزګرانو سره یاده مرسته شوې.

رفیع‌الله وايي، د دې اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرې د مرستو څخه‌يې هدف د حاصلاتو زیاتوالی دی.

دی وايي:

"د اصلاح شویو تخمونو او سرې د توزېع نه زموږ هدف دا دی چې په کروندو کې حاصلات لوړ شي او په خوا کې بزګران وهڅول شي تر څو اصلاح شوي تخمونه واخلي او خپلو کروندو کې وکري."

د کرنې رئيس انجنير رفیع‌الله وايي په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل شوي وي دوی سروې پيل کړې او په یادو سیمو کې به د بدیل معیشت پروګرام پيل کړي.