ننګرهار کې پر غصب شویو ځمکو جوړې شوې ودانۍ نړېږي

په ننګرهار کې پر غصب شویو ځمکو د جوړو شویو ودانیو د نړولو پرېکړه وشوه.

د ننګرهار ولایت خبرپاڼه وايي، د دولتي او عامه ملکیتونو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته به د لازمو اجراتو لپاره هره اوونۍ د دولتي او غیر دولتي غصب شویو ځمکو او نورو ملکیتونو او د هغوی د غاصبینو په اړه معلومات ورکول کېږي.

د ننګرهار والي پرون شنبه د دې کمېسیون له غړو مننه وکړه چې د جلال‌اباد ښار پر زرغونو سیمو د جوړو شویو ودانیو له نړولو یې کار پېل کړی دی.