ننګرهار کې کابو ۱۸۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې

په ننګرهار کې لږ تر لږه ۱۸۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.

د ننګرهار ولایت خبرپاڼې پرون شنبه وویل چې دا کښتونه په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې او د افغانستان د حکومت په یوه ګډه سروې کې څرګنده شوې چې تېر کال په افغانستان کې پر ۲۰۱ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

په ننګرهار کې له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس تېره اوونۍ وویل، د هغه ولایت په یوولس ولسوالیو کې به پر نېږدې پنځلس زره هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار له‌منځه یوسي او په بدل کې به‌یې له خلکو سره د همکارۍ لپاره د بېارغونې پروژې پیل شي.