بارکزي: ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو چاپې مرګ ژوبله اړولې

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې بهرنیو ځواکونو په شپنیو چاپو کې ملکیان زیانمن کړي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند تنګي نومي سیمه کې بهرنیو ځواکونو پر یوه کور باندې چاپه وهلې ده چې پر مهال یو شمېر ملکي کسانو ته مرګه ژوبله اړه ولې ده.

ښاغلي بارکزی وویل چې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

خو په سیمه کې یو شمېر ملکیانو ازادي راډیو ته ویلي په دغه چاپه کې چې تېره شپه بهرنیو ځواکو وهلې ده پکې درې ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان امنیتي چارواکې په دي اړه ناخبري ښي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمدنایاب بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه پلټنې کوي.