میاخېل: تر ۲ورځو پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو بهیر پیلېږي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وايي، تمه ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پوري له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن شنبې ازادي راډيو ته وویل چې د دي احتمال شته چې تر څلور لکو پوري افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یو این ایچ سي ار له هر کس سره د دوه سوه امریکایي ډالرو په اندازه مرسته کوي.

ویل کېږي چې تېر کال لسګونه زره کډوال له ګاونډي پاکستان نه افغانستان ته ستانه شول چې ډېری یې په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.