ټیلرسن: امریکا پر روسیې بندیزونه جاري ساتي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې له اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او پر روسیې به بندیزونه جاري ساتي.

ریکس ټیلرسن پرون د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خپلو سیالانو ته وویل چې امریکا متحده ایالتونه د اوکراین ځمکنۍ واکمنتیا ته ژمن دی او پر روسیې به خپل بندیزونه په ځای پاتې کړي.

ټیلرسن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د لومړي ځل لپاره په دې غونډه کې برخه واخیسته.

د ناټوغړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې برخه واخیسته چې د ناټو په اړه د امریکا د ژمنو پر سر شکونه زیات شوي او له مسکو سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اړیکو لېوالتیا هم اندېښنې رامنځته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دی پوهېږي د ناټو د هر یوه غړي ګواښل د ټولو غړیو ګواښل دي او هغوی باید د یاد اصل په اساس عکس العمل وښيي.

ریکس ټیلرسن وویل چې امریکا ته د منلو نه ده چې روسیه د اوکراین سرحدونه بدل کړي.

لوېدیځو هېوادونو وروسته له هغه پر روسیې بندیزونه ولګول چې دغه هېواد په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمه د اوکراین له خاورې جلا او د روسیې یوه برخه یې وګرځوله.