محتاط: تر ۳ مياشتو به د الکترونیکي تذکرو ویش پیل شي

د الکترونیکي تذکرو د ویش اداره وایي، تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې به د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پیل شي.

د دغې ادارې ریئس همایون محتاط نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د تذکرو د ویشلو لومړۍ مرحله به ازمایښتي وي چې پنځولکو کسانو ته به وویشل شي.

نوموړي وویل چې د حکومت مشرانو هم د الکترونیکي تذکرو د ویشلو لپاره لارښوونه کړې .

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي چې دغه وزارت په داسې یوه پلان کار کوي څو د الکترونیکي تذکرو د ویشلو پر مهال د خلکو او د تذکرو د ویشلو د مرکزونو امنیت خوندي کړي.