عزیزي: کندهار کې د نري رنځ ۲۶۲۸ پېښې ثبت شوي

د کندهار عامې روغتيا ریاست مسؤلين په دغه ولايت کې د نري رنځ یا توبرکلوز د ناروغيو د زياتوالي په اړه اندېښمن دي.

په کندهار کې د نري رنځ یا توبرکلوز د درملنې وړیا مرکز ته هره ورځ له پنځو څخه تر لسو پورې احتمالي ناروغان د نري رنځ د درملنې او تشخیص لپاره مراجعه کوي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې سلیمه چې په نري رنځ اخته ده د تېرو څلورو میاشتو راهیسې دغه مرکز ته راځي تر څو د روغتیايي کارکوونکو تر جدي څارنې لاندې يې درملنه وشي.

نوموړې زیاته کړه:

"دلته زه راځم تر څو دوی مې وګوري او دوا راکړي اوس دا دی بیا یې وکتلم دوا راکوي ټوخی لرم تبه هم لرم."

د کندهار د عامې روغتيا ریاست د نري رنځ څانګې مسؤل ډاکتر فتح محمد عزیزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په ښار او ولسوالیو کې د نري رنځ د ناروغۍ د تشخیص لپاره د دې ناروغۍ د درملنې ټولو روغتیايي مرکزونو ته ۱۶ زره ۴۶۰ تنه معرفي شوي چې له دې جملې څخه د ۲۶۲۸ کسانو ناروغي ثبت شوې.

د ښاغلي عزیزي په وینا د دې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د دوی زیات کار هم ګټه نه‌ده کړې او د دغې ناروغۍ کچه نه‌ده کمه شوې.

نوموړي د دې ناروغۍ د کچې د لوړوالي لامل په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي د سطحې ټيټوالی په ګوته کوي.

چارواکي وايي چې د ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د دغې ناروغۍ د تشخیص او تداوي امکانات په واک لري چې په خبره‌یې هره ورځ د دغو ناروغانو درملنه په وړیا ډول کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د توبرکلوز څانګې متخصص ډاکتر روح‌الله پر خلکو غږ کوي چې د توبرکلوز ناروغۍ د علایمو پر مهال چې دوه اوونۍ دوامداره ټوخی دی د دوی روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي تر څو ژر تر ژره‌يې درمنله وشي.

روغتیا پالان د نري رنځ یا توبرکلوز نښې نېښانې د دوو اوونيو څخه زيات ټوخى د وزن کموالى او بې‌اشتهايي يادوي چي په وینا یې بايد په داسې حالاتو کې ناروغ سمدستي نېږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

راپور: محمدصادق رښتینی