پکتيا کې سلګونه تعلیم لرونکې نجونې استادي غواړي خو بستونه نه‌شته

د پکتيا مدني فعالان، ولسي جرګې او ولايتي شورا وکيلان وايي چې په لیرو پرتو سيمو کې د دوديزو ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره دا يو چانس دی چې د اناثو په ښوونځيو کې ښځينه ښوونکې استخدام شي.

مدني فعاله، ښوونکې او د ځوانانو پارلمان غړې رحيمه نيازۍ ازادي راډيو ته د ښځينه ښوونکو د استخدام خبرې د يادولو تر څنګ غوښتنه وکړه چې د پکتيا په څېر دوديزه ټولنه کې چې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې ډېر زيات خنډونه موجود دي جمهوري رياست او مرکزي حکومت بايد د ښځينه ښوونکو د استخدام لپاره فوق‌العاده بستونه منظور کړي.

نوموړې وايي:

"هغه خويندې چې د نورو کلونو په پرتله‌يې د تعليم سطحه پورته شوې د دولسمو ټولګيو دارالمعلمين او ان له پوهنتون څخه فارغې شوې دي او غواړي په ښځينه ښوونځيو کې استادانې شي بايد ناهيلې نه‌شي کار ورکړل شي او زموږ غوښتنه دا ده چې ولسمشرۍ دفتر بايد فوق‌العاده د دغو نجونو لپاره بستونه ورکړي او د دې په خاطر بايد اقدام وشي چې نجونې مايوسه نه‌شي او د نورو نجونو لپاره د زده‌کړو زمينه برابره شي."

دې دا هم وويل چې که په پکتيا کې له دې ډول فرصتونو ګټه پورته نه‌شي د نجونو د تعليم په مخ کې پراته خنډونه به همداسې دوام ولري او ورځ تر بلې به د نجونو تعليم ته د خلکو توجه کمه شي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازې راضيه سعادت وويل چې دوی له ولسمشر اشرف غني سره د نجونو دغه ستونزه ياده کړې وه او هغه‌يې د استخدام فوق‌العاده ژمنه کړې وه چې دوی به بيا هم دا موضوع تعقيب کړي.

نوموړې وايي:

"د دې په خاطر سږ کال هم موږ د پخوا په څېر هڅه کوو، په تېر کې ولسمشر اشرف غني راسره ژمنه کړې وه چې د دې ولايت لپاره به د نجونو د استخدام په موخه فوق‌العاده بستونه ورکوي دا چې تر اوسه پورې دغه ستونزه لا نه‌ده حل شوې موږ په هڅه کې يو چې د تعليم يافته نجونو د ستونزو هواري او کمولو په موخه اقدام وکړو او دوی ته بستونه پيدا شي او دغه نجونې چې علاقه‌مندې دي او غواړي په دارالمعلمين يا ښوونځيو کې استادانې شي دا زموږ لپاره يو ستر وياړ دی او د دوی کارونه د ستاينې دي."

د دې په خبره که دغو سلګونه نجونو ته چې غواړي په خپلو سيمو کې د ښځينه ښوونکو په توګه دنده اجرا کړي کار پيدا نه‌شي د دوی په کور ناسته به د نورو نجونو د تعليم په مخ کې هم خنډ شي.

يو ځل بيا راضيه سعادت وايي:

"که دغو نجونو ته چې کلونه کلونه زده‎کړې يې کړي او په دومره مشکلاتو کې يې تر دې ځايه ځانونه رارسولي او که په کور پاتې شي کار ورته پيدا نه‎شي اول مور او پلار ورته وايي چې څه دې وکړل، دومره زده‎کړې دې وکړې او دغه ده ناسته‌يې کار درته نه‎شته او دا ډول د دوی په کور ناسته نورو نجونو ته هم د مخې خنډ کېږي، خلک خپلو کورونو کې د تعليم يافته نجونو مثالونه راوړي او نجونې له ښوونځيو ګرځوي چې هغه ده دومره زده‎کړو سره-سره پلانۍ په کور ناسته ده چې د دې وضعيت مخنيوي لپاره بايد نجونې وګمارل شي."

يوازې دا نه‎ده چې د دغو نجونو د سرنوشت په اړه اندېښنه څرګندوي بلکې د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل هم د دغو نجونو راتلونکي ته خپه دی او له جمهوري رياسته د ښځينه ښوونکو د ګمارنې په هدف د بستونو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي:

"موږ د پکتيا د ولسونو په استازيتوب په جمهوري رياست غږ کوو چې بايد پکتياوال له دې طلايي چانس څخه ګټه پورته کړي او حکومت د دوی د ستونزو هوارولو او منفي کلتوري ستونزو له‌منځه تلو په هدف دې ولايت کې اقدام وکړي او دغه نجونې استخدام کړي چې له يو لوري په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو ستونزه هواره شي او بل هغو نجونو ته چې مشکلاتو کې يې زده‌کړې کړي دي د کار چانس پيدا شي."

د ده په خبره پکتيا کې بايد کلتوري ستونزو او منفي دودونو له‌منځه وړلو لپاره له وړو فرصتونو ګټه واخیستل شي چې وکولای شي په راتلونکي کې جامعه کې د تعليم يافته نجونو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د پکتيا پوهنې رئيس کوچی ځاځی دغه ستونزه مني چې پکتيا کې زيات شمېر نجونې غواړي د رسمي ښوونکو په حيث دنده اجرا کړي خو دوی ورته د مقررېدو په خاطر بستونه نه‎لري.

نوموړی وايي:

"د دې لپاره موږ د بستونو له کمبود سره مخ يو که موږ بستونه ونه‎لرو استخدام به څنګه کوو، د دې ستونزو د هواري لپاره بايد موږ ته ۱۱۰۰ بستونه راکړل شي چې دې کې بايد ۵۰۰ د نجونو لپاره وي، ځکه په دې اخر وخت کې د نجونو تعليم وده کړې او موږ د نجونو له کموالي سره مخ يو دم‎ګړۍ موږ ته ۲۰۰ پکتياوالو نجونو د استخدام په موخه درخواستۍ راکړې دي چې موږ ورته بستونه نه‌لرو."

دی زياتوي چې له پوهنې وزارت سره‌يې دغه ستونزه په پرله‌پسې ډول شريکه کړې ده او هڅه‌يې همدغه ده چې د ښځينه ښوونکو د استخدام لپاره بستونه پيدا کړي خو د اوس لپاره دوی له نورو لارو چارو کار اخلي چې دغه نجونې د موقتو قراردادونو له مخې په دندو وګماري، يو ځل بيا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی زیاتوي:

"موږ که دغه ښځينه ښوونکې استخداموو يا يې باالمقطعه استخداموو يا يې د جي پي اې له لارې نيسو او ښوونځيو کې استادانې مقررو چې اکثريت نجونې نه‌غواړي د موقت قرارداد له مخې په ښوونځي کې د ښوونکې په حيث دندې اجرا کړي دوی غواړي رسمي ښوونکې واوسي چې موږ د بستونو پيدا کېدو په هڅه کې يو. "

د ښځينه ښوونکو لپاره د بستونو نشتوالي خبره داسې مهال کېږي چې دا مهال په پکتيا کې ۵۷ د نجونو ښوونځيو کې نېږدې ۵۹۰۰۰ نجونې په زده‌کړو بوختې دي چې اکثريت اناث زده‌کوونکې يې د ودانيو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايتونه کوي.

راپور: داود تپان