عبدالله: د پاکستان تحرکات ترورېزم ضد مبارزه کې مرسته نه‌کوي

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري وروستي تحرکات له ترورېزم سره په مبارزه کې مرسته نه‌کوي.

عبدالله عبدالله د وزیرانو د غونډې نه مخکې رسنیو ته وویل چې له ترورېزم سره مبارزه صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"وروستي تحرکات چې د کرښې په هغې غاړه کې د پاکستان له لوري ترسره شوي دي له ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه‌کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې د پاکستان د پولې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو پرده پورته کړې ده.

د پاکستان پوځ لوی درستیز ویلي چې د باجوړ او مومند اېجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې او اغزن سیم لګوي.