د ننګرهار روداتو او بټي‌کوټ کې د کوکنارو ۴۰۰ جریبه فصل ویجاړ شو

د ننګرهار په روداتو او بټي‌کوټ ولسوالیو کې د کوکنارو ۴۰۰ جریبه فصل ویجاړ شو.

د ننګرهار والي د دفتر خبرپاڼه وايي چې پرون یکشنبه په بټي‌کوټ، روداتو، غني‌خېلو، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت پر ضد کمپاین پېل شو.

په ننګرهار کې له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس ویلي چې د هغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې به پر نېږدې ۱۵ هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار له‌منځه یوسي او په بدل کې به‌یې له خلکو سره د همکارۍ لپاره د بیارغونې پروژې پیل شي.