د نورستان والي: تېرو ۳ اوونیو کې ۱۵ ماشومان شري ناروغۍ وژلي

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې هلته ۱۵ ماشومان په شري مړه شوي دي.

هغه پرون یکشنبه د جرمني خبري اژانس ته وویل، زیات کوچنیان په دې ناروغۍ اخته دي.

د هغه په وینا، د شري ناروغي د نورستان په یوه ولسوالۍ کې ليدل شوې هیله لري چې نورو سیمو ته د خپرېدو مخنیوی به‌یې وشي.

د حافظ عبدالقیوم په وینا ګرځنده روغتیايي ډلې او کلینیکونه هڅه کوي چې په شري اخته ماشومانو ته دوا ورسوي خو د هغه په وینا یو شمېر سیمې چې د طالبانو تر لاس لاندې دي، له دې امتیازه بې‌برخې دي.

د نورستان والي د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌وال طالبان روغتیايي ډلو ته اجازه نه‌ورکوي چې د هغوی تر واکمنۍ لاندې سیمو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د نورستان د چارواکو دا ادعا بې‌اساسه ده ځکه دوی د واکسین د کارکوونکو او روغتیايي ډلو د فعالیت مخنیوی نه‌کوي.