مېلېبن: د معافیت فرهنګ له‌منځه وړل فساد ته د پای ټکی اېښودل دي

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازی وايي، که څه هم قضايي سکټور کې د فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګونه شوي، خو بیا هم دغه بهیر په فوق‌العاده توګه ورو دی.

د دغې اتحادیې په خبرپاڼه کې د فرانز مایکل مېلېبن به نقل راغلي د معافیت فرهنګ له‌منځه وړل فساد ته د پای ټکی اېښودل دي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي قضايي سیسټم که څه هم په فساد ککړ دی خو باید دغه سکټور له پورته ادارو څخه پاک شي، وړ او لایقه کسان په‌کې په دندو وګمارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د اداري فساد او سترو جرمونو ته د رسېدنې محکمې نن د ښار او کور جوړونې درې کارکوونکي د یو میلیارد افغانیو د اختلاس په تور علني محاکمه کړل.