اردوغان: ترکیه ممکن د اروپايي اتحاديې په اړه ټولپوښتنه وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې ممکن په دې اړه ټولپوښتنه وکړي چې ایا ترکیه په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي او که نه؟

اردوغان پرون شنبه وویل، که پرېکړه وشوه چې د خلکو نظر واخیستل شي، دا کار به د راتلونکي اپرېل له هغې ټولپوښتنې وروسته وشي.

د دې ټولپوښتنې له کبله ممکن د ده صلاحتيونه زیات شي.

د ترکيې ولسمشر په انتالیا جنوبي ښار کې یوې غونډې ته وویل:

"اوس موږ د اساسي قانون په اړه د اپرېل پر ۱۶مه ټولپوښتنه کوو. له هغې وروسته به موږ په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب لپاره د مذاکرو په باب بله ټولپوښتنه وکړو او موږ به د هرې هغې پرېکړې درناوى وکړو چې زموږ خلک‌يې کوي."

ترکیې په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب لپاره خبرې په ۲۰۰۵ میلادي کال پیل کړې خو د وېشل شوي قبرس د لانجې او د بشري حقونو په شمول پر ګڼو موضوعاتو د اختلاف له کبله خبرو نتیجه نه‌ده ورکړې.