سوداګر: تورخم کې د صحت پارچې په نوم غير قانوني پیسې اخیستل کېږي

هېواد ته د سبزۍ او تازه مېوو واردوونکي سوداګر شکایت کوي چې تورخم کې د صحت د قانوني پارچې سربېره د ۳ زره کلدارو بله پارچه د غیر مسؤله کسانو له‎خوا ورکول کېږي.

دغه سوداګر وایي، تورخم بندر کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د سبزۍ د صحي تصدیق په نوم غیر قانوني پارچه ورکول کېږي چې دوی اوس پرې پوه شول.

د دې سوداګرو په خبره دغه پیسې شخصي جېبونو ته ځي او که دوی یاده پارچه وانه‎خلي نو د دوی مالونو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې هېواد ته داخل شي.

دوی وايي:

"حشمت الله، تاسو خپله فکر وکړئ د ورځې ۲۰۰ لويې موټرې راځي د دې هر موټر نه ۳۰۰۰ کلدارې اخیستل کېږي او دا خبره اوسنۍ نه‌ده دا درې کاله همدا لوبه روانه ده، موږ د قانوني پارچې په اړه مکمل اسناد لرو خو دا هسې هوايي پیسې اخیستل کېږي که پارچه وانه‎خلو زموږ موټرو ته اجازه نه‌راکول کېږي."

"جمال ناصر، موږ د قانون له مخې ټولې پیسې منو چې بانک ته لاړې شي اوس د دې پارچې اصلي قیمت ۳۰۰ افغانۍ ده خو دوی کمېشن‎کار ته دا پارچې ورکړي هغوی رانه درې زره کلدارې اخلي دا خو شخصي جېبونو ته ځي."

تورخم کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتي قرنطین مسؤل محمد هارون د سوداګرو څخه د صحي پارچې پر سر د پیسو اخیستلو څخه ناخبري ښيي خو په خبره‌يې دغه پارچه دوی ته ځکه د منلو ده چې یاد کسان ورته وزارت د یوه مکتوب له مخې معرفي کړي او هدایت ورته شوی چې د دې کسانو له‎خوا ورکول شوې پارچې د اعتبار وړ دي.

نوموړی وايي:

"زه به درته په وضاحت ووایم او قسم راباندې حق نه‌لرئ چې زه د دې درې زرو نه خبر نه‌یم او نه موږ دا کار کړی، د صحت پارچه موږ ته راځي او دا کمېشن‎کار چې پارچه ورکوي موږ ته د وزارت له‎خوا نه د مکتوب له لارې معرفي شوي نو موږ ته ځکه د منلو وړ دي."

وموغوښتل چې د صحي پارچه ورکوونکو نظر هم واخلو خو هغوی د ژورنالېستانو د ورتګ سره سم خپل دفتر تړلی وو.

دا لومړی ځل نه‎دی چې سوداګر په تورخم کې د ناقانونه پیسو اخیستلو نه شکایت کوي له دې وړاندې هم په وار-وار يې د ګمرک او سرحدي پولیسو نه هم شکایتونه کړي وو چې په یوه او بله پلمه ترې پیسې اخیستل کېږي خو د سوداګرو په خبره پر وړاندې يې هېڅ‌څوک اقدام نه‎کوي.

راپور: شاه‌محمود شینواری