د ښار او کور جوړونې وزارت د درېیو کارکوونکو محاکمه روانه ده

اداري فساد او ستر جرمونو ته د رسیدګي محاکمه کې د ښار او کور جوړونې وزارت د درېیو تنو کارکوونکو علني محاکمه روانه ده.

د ازادي راډيو خبریال وايي چې دغو کسانو کې محمد امین قانع د دغه وزارت مالي او اداري سلاکار، احمد نواز بختیار د کور جوړونې تصدۍ رئیس او د همدغې تصدۍ د انسجام برخې مسؤل سید امین سادات شامل دي.

په دوی باندې د یو میلیارد افغانیو اختلاس او له وظیفو څخه د ناوړه استفادې تورونه لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم یادې محکمې یو شمېر دولتي چارواکي د اختلاس او نورو جرمونو په تور علني محاکمه کړي دي.