سیګار ویلي په افغانستان کې وضعیت "نازک" او"پېچلی" دی

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې "سیګار" مشر جان سوپکو ویلي، په افغانستان کې وضعیت"نازک" او "پېچلی" دی.

د سټارس اېنډ سټرایپس خپرونې په حواله، جان سوپکو د جمعې په ورځ د امریکا پوځ په لویه پوځي اډه فورټ براګ "Fort Bragg" کې دا څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې افغانستان کې د امریکايي عسکرو د راتلونکي په اړه پرېکړه کې به دا پوځي مرکز مهم رول ولري.

د فورټ براګ د پوځي مرکز ځانګړو ځواکونو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې امریکا افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزه پېل کړې، هلته خدمت کړی دی.

جان سوپکو په داسې حال کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي چې د افغانستان جګړه ۱۶م کال ته رسېدلې او د امریکا حکومت میلیاردونه ډالره د افغان ځواکونو په روزنه، ملاتړ او مشوره لګېدلي دي.

افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم تېره شپه له واشنګټنه ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د جان سوپکو دا خبرې ښايي افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر زیاتولو هڅې پياوړې کړي.

شفیق همدم زیاته کړه:

"سره له دې چې تر اوسه د ښاغلي ډونالد ټرمپ موقف د افغانستان په اړه واضح نه‎دی او د افغانستان د اوسني وضعیت څخه ډېر ناراض دی، په ځانګړي ډول په افغانستان کې له بې‌عدالتۍ، بې‌امنیتۍ او اداري فساد له امله خوا بدی دی. خو که حالاتو ته وګورو او باالخصوص افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن هغو غوښتنو ته وکتل شي چې کانګرس کې یې وکړې او له حکومته‌یې وکړې، نو په څرګنده توګه ویلی شم چې امریکا به په راتلونکي وخت کې په افغانستان کې خپل ځواکونه زیات کړي ځکه دا د اوسني حالت یو ضرورت دی."

افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم

په افغانستان کې اوس‎مهال د امریکا ۸۴۰۰ عسکر مېشت دي او د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه، هغوی ته د مشورې ورکولو پر پروګرامونو او له ترورېزم سره پر مبازره لګیا دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني تېره اوونۍ واشنګټن کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش ضد ائتلاف په نړیوال کنفرانس کې له امریکا د زیاتو پوځيانو غوښتنه وکړه.

افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو په اړه له واشنګټنه د کابل غوښتنه

افغانستان کې د امریکا یو شمېر پوځي قوماندانانو هم د زیاتو ځواکونو غوښتنه کړې ده.

خو د امریکا نوي حکومت تر اوسه افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو په اړه نظر نه‎دی څرګند کړی.

جان سوپکو د هغې ملکي ادارې مشر دی چې افغانستان کې د جګړې او هلته د امریکا د بېارغونې د لګښت څارنه کوي.

د سوپکو اداره کانګرس ته راپور ورکوي او د امریکا له حکومت سره د راتلونکو پلانونو په جوړولو کې د مرستې لپاره رپوټونه خپروي.

د سټرایپس اېنډ سټارس خپرونې د رپوټ په حواله، جان سوپکو د فورټ براګ عسکرو ته د خپلو معلوماتو پر اساس وویل چې ښايي افغانستان ته واستول شي.

د سوپکو دفتر وايي، د امریکا حکومت په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې ۱۱۷ میلیارده ډالره د بېارغونې پر پروګرامونو لګولي چې د جګړې لګښت په‎کې نه‌شاملېږي.

جان سوپکو ویلي، اداري فساد او خراب امنیت افغانستان تر فشار لاندې کړی دی.

خو د هغه په وینا، د افغانستان ولسمشر داسې څوک دی چې همکاري غواړي او سره له‎دې چې ستونزې شته، دوی سم لور ته په حرکت کې دي.