د سوریې سولې په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي له روسیې، ایران او ترکیې غوښتي دي چې ژر تر ژره په سوریه کې د اوربند لپاره خبرې وکړي ترڅو په دغه جګړه ځپلي هېواد کې وضعیت نور پسې خراب نه شي.

ستیفین دي میستورا پرون په جینوا کې دا خبره وکړه.

دی هلته د سوریې د شپږ کلنې جګړې د سیاسي حل لارې لپاره د خبرو منځګړیتوب کوي.

روسیې، ایران او ترکیې مخکې په سوریه کې پر اوربند موافقه کړې وه چې د ډسمبر له دېرشمې پیل شو.

دغو دریو هېوادو بیا د قزاقستان په مرکز استانه کې څو ځله خبرې وکړې ترڅو د دې اوربند سمه څارنه وشي.

د دوی وروستۍ خبرې د مارچ په څوارلسمه وشوې، خو په دې غونډه کې د سوریې اپوزېسیون ډلو برخه وانه خیسته او د سوریې حکومت او د هغه ملاتړې روسیه یې تورنه کړه چې له اوربنده سرغړونه کوي.