غني: د پوهنې په برخه کې باید لا زیاته پانګونه وشي

د افغانستان جمهور ریئس وایي، د پوهنې په برخه کې بايد لا زياته پانګونه وشي.

محمد اشرف غني نن د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته تللی او د ښوونځي د زنک په کړنګولو سره وویل چې دا مهال یوشمېر ولسوالۍ ښوونځي نه لري او د ښوونځي په شرایطو برابر ماشومان له زده کړې محروم دي.

ښاغلي غني همدارنګه په یاد ولایت کې له شوو پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل:

"دا اسانه کار نه دی چې د پنځلسو کلنو په ترڅ کې د کمیت او کیفیت له پلوه د پام وړ پرمختګ وشي."

ولسشمر غني همدارنګه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د زده کړې اوسنی نصاب ځواب و یونکی نه دی.